د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویلي، چې د دې وزارت لومړي مرستیال د پینځو ولایتونو له والیانو سره د یوې کاري غونډې په ترڅ کې لیدلي.
دا ناسته نن پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸په مرکز کابل کې د هېواد د ختیځو ولایتونو والیانو او د کورنیو چارو وزارت کفیل ترمنځ شوې، چې مشري یې په خپله د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري کوله
د خبرپاڼې په حواله د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال او کفیل الحاج مولوي محمد نبي عمري د مرکز کابل په ګډون د نورستان، لغمان، کونړ او ننګرهار ولایتونو له والیانو سره لیدلي. په دې ناسته کې په یادو ولایتونو کې د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې او رڼو خدمتونو وړاندې کولو سربېره د سیمهییزې حکومتولۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
د یادې ناستې په پیل کې ښاغلي عمري د غونډې اجنډا روښانه کړې او د وزارت د عمومي وضعیت او لاستهراوړنو په اړه يې هر اړخیزه وینا کړې. نوموړي څرګنده کړې، چې د یووالي، ګډ فکر او اغېزمن پلان له لارې کولای شو، چې اصلاح، پرمختګ او ولسونو ته باکیفیته خدمات وړاندي کړو.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې اغېزمن مدیریت یوازې د مقرراتو پلي کول نهدي، بلکې د خلکو ستونزو ته ژر، عادلانه او اغېزمن ځواب او رسیدنه ده او د ولس له اړتیاوو سره هممهاله حرکت کول هغه ارزښتونه دي، چې باید هر کارکونکی یې د زړۀ له کومې عملي کړي.
د سرچينې په حواله وروسته د پینځهګونو ولایتونو والیانو هم په غونډه کې خپل اغېزمن پروګرامونه او اصلاحي پلانونه شریک کړې دي، چې د ښاغلي عمري له لوري د بشپړ ملاتړ ډاډ او د عملي کولو سپارښتنې ورته شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت کفیل په دې ناسته کې د پینځهکونو ولایتونو د والیانو له هڅو، ژمنو او بې پایه همکارۍ ستاینه کړې. نوموړي دا ډول ناستې د سیمهييزې حکومتولۍ لپاره اغېزمنې بللې دي او هیله یې ښودلې چې دا ډول ناستې به د سیمهییزې حکومتولۍ د ښهوالي، حسابورکونې، روڼتیا او اغېزمنو چوپړتیاوو لپاره بې پایه بهیر وګرځي.