د هلمند ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي چې په دې ولایت کې سږکال له بزګرانو "۳۶۲۰" متریک ټنه غنم پېرل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې د عالیقدر امیرالمؤمنین ح د حکم پر اساس، د ١٤٠٤ لمریز کال لپاره په هلمند ولایت کي له بزګرانو څخه د "۳۶۲۰" متریک ټنه غنمو د پېرلو بهیر پیلېږي.
په همدې موخه، د هلمند د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت د غنمو د پېرلو او معاینې د پروسې د لا ښه تنظیم او تطبیق لپاره د یاد ریاست په دفتر کي د همغږۍ یوه ناسته هم ترسره شوې.
خبرپاڼه وايي؛ یاده ناسته د هغو دوو ګمارل شوو کمېټو ترمنځ شوې چي یوه یې د غنمو د پېرلو او بله یې د معاینې د چارو مسولیت لري. د کرني رئیس د دواړو کمیټو مشري کوي او غړي یې د کرني وزارت، د ولایت مقام، ښاروالۍ، مستوفیت، د صنعت او تجارت ریاست، د سېلو ریاست او د کرني ریاست استازي دي.
په ناسته کي د غنمو د پېرلو پروسه ارزول شوې او د تطبیق په اړه یې لازمه همغږي هم شوې ده. کمېټو له ټولو هلمندي بزګرانو غوښتي چي که اضافي غنم لري، د پلور لپاره دې د هلمند ولایت کرني، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادوني وړ ده چي دا پروسه د اسلامي امارت له لوري د ځان بسایني، د ملي تولید د ملاتړ او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.