لاوروف؛ اوکراین به نه د ناټو غړی کېږي او نه به اتومي وسلې لري
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، اوکراین به نه د ناټو یا بل پوځي ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړي او نه به د اتومي وسلو لرلو اجازه ولري.
لاوروف د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي او یو شمېر نور هېوادونه باید د اوکراین د امنیت ضمانت کوونکي شي. د هغه په وینا، دا موضوع د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ هم څېړل شوې ده، او پوتین د ۲۰۲۲ کال د استانبول د ناکامو خبرو یادونه کړې ده.
دغو خبرو کې د اوکراین دایمي بېطرفي د بحث موضوع وه، چې په بدل کې یې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي ـ امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا ـ او همداراز جرمني او ترکیه د امنیتي ضمانت کوونکو په توګه یادېدل.
لاوروف ټینګار وکړ، روسیه د اوکراین د ناټو غړیتوب هېڅکله نه مني او غواړي د اوکراین د روسي ژبې ویونکو خوندیتوب تضمین شي او د خاورې د مسایلو په اړه خبرې وشي.