slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ښاروالۍ اړوند د ښاري حکومتولۍ په چوکاټ کې، په مرکزي ښوونځیو او دیني مدارسو کې د ښاروالۍ ځانګړو کمیټو په فعالېدو سره، د یادو مرکزونو د پاکوالي، رغونې، سرسبزۍ او زده‌کوونکو ته د ښاري اصولو سره د بلدتیا په برخه کې فعالیتونه بې‌ساري دي.

د یادو کمیټو په جوړښت او ښې همغږۍ  د ښوونځیو او دیني مدارسو په چاپېریال کې د پام وړ مثبت بدلون راغلی، او زده‌کوونکي یې په یو ښه چاپېریال کې زده‌کړې کوي.

د یادونې وړ ده، چې د ښار په مرکزي ۱۲ ښوونځیو او همداراز په اتو لویو دیني مدرسو کې د ښاروالۍ له‌خوا ۲۰ کمیټې جوړې شوې، چې دوی ته ځانګړي یوه ورځني ورکشاپونه ورکړل شوي، او هم ورته اړین توکي وېشل شوي دي. همداراز، هغه کمیټې ستایل شوې دي، چې تېر کال یې غوره فعالیتونه ترسره کړي دي.