slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د صنعت ملي اونۍ – په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانېستل شو چې په کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني هم ګډون وکړ.
د صنعت ملي اونۍ په پار جوړ شوي نندارتون کې، ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، کورني تولیدات د ټولنې د اقتصادي ودې بنسټیز عنصر دی، او اړینه ده چې اسلامي امارت، ولس، او سوداګر په ګډه ورته کار وکړي، ترڅو کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي.
ښاغلي نعماني وویل، هغه هېوادونه چې نن ورځ اقتصادي پرمختګ او خپلواکي لري، د خپلو کورنیو تولیداتو ارزښت یې درک کړی او ملاتړ یې کړی دی.
نوموړي له ولس وغوښتل چې د خپلو تولیداتو ملاتړ دې وکړي، ځکه په خبره یې دا هم یو ستر اقتصادي جهاد بلل کېږي.
سرپرست وزیر صنعتکارانو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپلو محصولاتو کیفیت ته لومړیتوب ورکړي او چاپېریالي اصولو ته پاملرنه زیاته کړي.
په دغه نندارتون کې، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه لسګونه کورني شرکتونه په کې ګډون لري، بېلابېل خوراکي، ساختماني، صنعتي او نورو برخو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.
ګډونوال افغان صنعتکاران وايي، چې دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د معرفي، ودې، او بازارموندنې لپاره مهم فرصتونه برابروي.
د معلوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال په ګڼو برخو او په ځانګړي ډول خوراکي توکو کې د ځان بسیاینې تر بریده رسېدلی او نور د بهرنیو وارداتو اړتیا کمه شوې ده.