تازه؛ د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د کازان ۱۱۶م نړۍوال فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان ته روان شوی دی،
د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړی پلاوی نن د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته روان شو.
دوی زياته کړې، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ به یاد پلاوی د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې د یوشمېر هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره رسمي لیدنې هم ولري.
# پولیس_راډیو- لنډ خبرونه