د هوا پېژندنې ریاست سبا ته په ځینو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (سهشنبه، د وري ۱۹مه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.