کور او ښار جوړولو وزارت د راتلونکو پنځه کلونو پروژو د پلان او تطبیق په اړه ناسته کړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ، او د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر په ګډون، د اړوندو رئیسانو او امرینو په حضور کې ناسته ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د اقتصاد وزارت د غوښتنې پر بنسټ، د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د ښاري منظمې پراختیا په موخه د برنامو او پروژو پر پلان او تطبیق بحث وشو.
لومړی، د پلان او پالیسۍ ریاست د اقتصاد وزارت هغه رهنمودونه تشریح کړل چې د ښاري او کلیوالي پراختیا په برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د کابل ښاروالۍ ریاست پکې شامل دي.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو هغو (۱۶) پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې تمه ده د راتلونکو پنځه کلونو په موده کې د اړتیاوو او امکاناتو له مخې منظورې، تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ګډونوالو د یادو پروژو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل، تر څو د چارو د لا ښه پرمختګ او اغېزمنتیا زمینه برابره شي.
په ناسته کې د ښاري پلان جوړونې، مسکن او د مسکن چارو، ښاري تخلفاتو ته رسېدنې، ودانیزو چارو، د غیرپلاني ساحو د بهسازۍ، د زړو ښارونو او تاریخي ابدو د ترمیم او ساتنې، د مهاجرینو دایمي مېشتېدنې او نورو اړوندو برخو پروژې تر بحث لاندې ونیول شوې.
تمه ده چې په راتلونکې ناسته کې د پروژو شمېر لوړ شي، او تر هراړخیزې ارزونې وروسته له اړوندو وزارتونو سره شریک شي.
د ناستې په پای کې، مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي او د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا مرستیال مولوي ګل زرین صابر اړوندو برخو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې پروژې دې د خلکو د اړتیاوو او سهولتونو په پام کې نیولو سره طرحه او عملي شي.


