لغمان کې ګڼ رواني ناروغان د درملنې لپاره سرې میاشتې ته وسپارل شول.
لغمان کې ۱۳۱ رواني ناروغان د درملنې په موخه د سرې مياشتې رياست ته وسپارل شول.
د لغمان ولايت د امر بالمعروف او شکايتونو اورېدولو رياست د نشراتو مسول مولوي محمد اسحق سعيدي رسنیو ته وويل، چې د ياد رياست لخوا د لغمان ولايت له بېلابېلو سیمو ۱۳۱ رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه يې د لغمان ولايت د سرې مياشتې رياست ته وسپارل.
هغه زياته کړه، چې ياده کړنه د ا.ا.ا مشرتابه د حکم پر بنسټ د امربالمعروف او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري ترسره شوې.
نوموړي همداراز وويل، په مرکز مهترلام او ولسواليو کې د محتسبينو لخوا د هغو ناروغانو د راټولو لړۍ دوام لري، چې رواني تکلیف ولري او يا هم ليونيان وي.


