slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بدن ښکلا ۵۷م پړاو اسیایي سیالیو کې د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې څخه بیت الله ځدراڼ په منفي ۷۵،  یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او نایب مبارز په ۸۵ کیلو ګرامه وزنونو کې هر یو د برنزو مډالونو ګټونکي شول.

دغو سیالیو کې له افغانستان څخه ۶ ورزشکاران او ۱ پلاوي ګدون لري. 

یادې سیالۍ د ۲۸ هېوادونو په ګډون د ټایلنډو هېواد په کوربتوب په بنکاک ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۸‌مه پیل شوي او تر ۲۵مې به دوام وکړي.