مالیې وزارت؛ د معاشونو د نورمونو بدلون په اړه خپرې اوازې درواغ دي.
مالیې وزارت وايي؛د معاشونو د نورم بدلون په اړه هره اوازه درواغ ده.
له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو ځينې لېستونه لاس پر لاس کېدل، چې ګواکې مالیې وزارت د امیرالمومنین(رح) د یوه فرمان له مخې د دولتي منسوبینو په معاشي نورم کې بدلون راولي. یادو اوازو په ټولنیزه کچه د خلکو په ځانګړې توګه د دولتي مسولینو اندېښنې پارولې وې، چې مالیې وزارت تازه د یوې خبرپاڼې په خپرولو دا خبره رد کړې. په خبر پاڼه کې راغلي چې په معاشي نورم کې هرډول بدلون یوه اوازه ده او هیڅ حقیقې حیثیت نهلري.
یاد وزارت وايي، چې په دې اړه هیڅ کوم لېست په دوی پورې اړه نهلري.