slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

وسله‌والې داعش ډلې د کانګو د ختیځې سیمې په یوه کلیسا کې د خونړي برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۳ تنه عبادت کوونکي پکې وژل شوي دي.

دا برید د یکشنبې په سهار د ایټوري ایالت په کوماندا سیمه کې شوی، چې د بونیا له مرکز څخه شاوخوا ۷۵ کیلومتره لیرې پروت دی. د راپورونو له مخې، وسله‌والو د خلکو پر وړاندې د ټوپکو او چړو کار اخیستی او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

داعش په خپل ټېلګرام چینل کې ادعا کړې چې په دې برید کې یې نږدې ۴۵ کسان وژلي، او زیات شمېر کورونه او هټۍ یې سوځولي دي.

د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې ماموریت (MONUSCO) د پېښې پخلی کړی او وایي، وژل شویو کسانو کې ۱۹ مېرمنې او ۹ ماشومان هم شامل دي.

د سیمې خلک وایي، دا ډول بریدونه د ختیځې کانګو له اوږدمهاله ناامنۍ او د وسله‌والو ډلو له پراخې موجودیت سره تړاو لري.