slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د استرالیا حکومت یو نوی پلان تصویب کړی، چې له مخې به ‌یې هغو افغانانو ته تاوان ورکول کېږي، چې د استرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو قربانیان ګڼل شوي دي.

د استرالیا د دفاع وزارت ویلي، دا طرحه د "افغانستان د څېړنیز راپور" پر بنسټ جوړه شوې، چې د دغه هېواد د دفاعي ځواکونو د لوی څارونکي سپارښتنې پکې شاملې دي.

په دغه طرحه کې یوازې هغه قضیې شاملې دي چې د غیرقانوني وژنو، ناقانونه بریدونو او د افغانانو د شخصي ملکیتونو د تخریب ادعاوې پکې مستندې شوې دي.

د اسټرالیا دفاع وزارت زیاتوي، د تاوان ورکولو په  دې پروسه کې مالي او غیرمالي جبرانونه شامل دي؛ لکه د پیسو ورکړه، د یوه جوړښت رغول، بښنلیک لېږل، یا د پښېمانۍ څرګندونه.

دغه وزارت له ټولو قربانیانو او د هغوی له خپلوانو غوښتي چې د تاوان اخیستلو لپاره انلاین فورم ډک کړي او اړوند اسناد وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څار یوه خپلواکه اداره، "رواداري"، د استرالیا د دې اقدام هرکلی کړی او هغه یې د عدالت په لور یو مهم ګام بللی، چې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو درد او کړاو ته رسمي پېژندنه ورکوي.

یاد بنسټ ویلي، تمه ده چې د استرالیا حکومت د جنګي جرمونو د تورونو په اړه بشپړ راپور په شفاف ډول خپور کړي.