یو فرانسوي پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور، له یو فرانسوي پانګه وال سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې، فرانسوي پانګه وال په افغانستان کې پر سراسري امنیت خوښي ښودلې او د زمردو کانونو په برخه کې یې پر پانګونې سربېره، د لابراتوارونو جوړولو غوښتنه هم کړې ده. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، په افغانستان کې د پانګه اچونې په برخه کې د یاد فرانسوي پانګه وال له لېوالتیا هرکلی کړی او په یاده برخه کې یې ورسره د لازمو مرستو ژمنه کړې ده.