د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د اسيايي سياليو له اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډله د بحرين په کوربتوب د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو کې له اتلولۍ ګټلو وروسته نن هېواد ته راستنه شوه، چې د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ او هېوادوالو له لوري يې تود هرکلی وشو.
د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، ورزشي قاري حیات رحماني، د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع، د ورزش ادارې د دفتر رئيس فضل الرحمان بري، د فوټسال کمېټې فني مرستيال فريد احمد يوسفزي، د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست رئيس مولوي عتیق الله خالد، ورزش ادارې د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمير هېوادوالو ګډون کړی وو.
د دې لوبډلې د ښه راغلاست په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق د دغه سترې بريا د مبارکۍ ترڅنګ له ټولو هغو مسوولينو مننه وکړه، چې له دې لوبډلې سره يې زحمت ایستلی و او دوی وکولی شول دغه ستر وياړ او اتلولي هېواد ته راوړي.
دغه راز نوموړي زياته کړه، چې د دې لوبغاړو او هغه لوبغاړو لپاره، چې د بحرين سياليو کې يې مډالونه ګټلي، يوه ځانګړې ستاينغونډه جوړه کړي او دغه لوبغاړي به پکې معنوي او مادي تقدير کړي.
همدارنګه د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع د دې بريا د مبارکۍ ترڅنګ د هېواد ورزشي ادارې له غوره رهبرۍ مننه وکړه او يادې لوبډلې ته يې د لابرياو هیله وکړه.
دغه راز د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر وويل، افغان لوبډلې په دې سياليو کې د اسیا اتلانو او غټو لوبډلو ته ماتې ورکړه او دا يې د وياړ ځای وباله.
افغان لوبډلې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې پرلپسې ازبکستان، بحرین، چین ته ماتې ورکړه. دغه راز په نيمه پايلوبه کې ټایلنډ او په پايلوبه کې د ایران پیاوړې لوبډلې ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دې سياليو اتلولي وګټله.
د نويوځوانانو درېيم پړاو فوټسال اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي وې، چې د اکتوبر پر ۳۰مه نېټه د افغان اتلانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.


