slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ‘د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې د ګډون په موخه’ سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ښاغلی عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.
په راپورونو کې ویل شوي چې په غزه کې د انساني ناورین څېړنه، د غزې د بشپړې نیونې حقوقي او سیاسي اړخونو څېړنه او د مرستو رسولو لپاره همغږي د دې ناستې مهم موضوعات دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي وو او د ایران – اسرائیلو د وروستي تاوتریخوالي او ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه یې د هېوادونو له مشرانو سره بحثونه کړي وو.
بلخوا اسرائیلو یو وار بیا پر ایران د بریدونو خبرداری ورکړی، خو ایران بیا ویلي چې که اسرائیل دا ځل پر ایران برید وکړي، تهران به پر دوی د نوي نسل توغندي وکاروي.
د ایران د پوځ مشر څو ورځې مخکې خبرداری ورکړی و چې په تېره ۱۲ ورځنۍ جګړه که یې پر اسرائیل پخواني توغندي کارولي وو، خو وایي دا ځل به یې ځوابي بریدونه تر هغو لا سخت وي.