slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۱۷ کلنو کم‌عمره ځوانانو مرکزي اسیا جام اتلولیو سیالیو (کافا) کې د ګډون په موخه وړمه ورځ ( چهارشنبه، د غویي ۳۱مه ) د ازبکستان، تاشکند ښار ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او د دې فدراسیون فني  مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ګډون درلود، چې ښاغلي کارګر، لوبغاړو ته په دغه سیالیو کې د بریالیتوب دعا وکړه او هیله یې وښوده، چې د لوبډلې دغه سفر به له لاسته راوړنو ډک وي.

د دې لوبغاړو ترڅنګ به په یادو سیالیو کې د افغانستان دوه نړیوال لوبڅاران اشرف حسین‌زاده او جلیل احمد جامع هم د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړي.

 د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۶ هېوادونو ترمنځ د روان میلادي کال د مې میاشتې پر ۲۴مه نېټه د ازبکستان په تاشکند ښار کې پیل شي، چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۲۴ م کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې او یو ځل بیا په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه روانه شوه.