slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 تېره ورځ مازدیګر د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ اړوند د سنګ ګیلان په سیمه کې د کندهار–هرات پر لویه لار د ایکوا او ټیلر موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه رامنځته شوه چې له امله یې ۶ تنه، په کې یوه ښځه، څلور ماشومان او یو ځوان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

د پېښې په اړه د لومړنیو معلوماتو له مخې، ایکوا موټر چې له فراه ولایت د دلارام ولسوالۍ څخه هلمند ته روان و، د ټیلر موټر سره چې له ګرشک ولسوالۍ څخه هرات ولایت ته په لاره و، جنګیدلی دی. په پېښه کې د ایکوا ټول سپرلۍ ځای پر ځای وژل شوي او د ټیلر موټر یو کس سطحي ټپي شوی دی.

د هلمند امنیه قوماندانۍ وایي چې د ټیلر موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او د پېښې د دقیق لامل معلومولو لپاره د ترافیکو مدیریت مسلکي ټیم سیمه کې څېړنه کوي. د پېښې علت به تر بشپړې ارزونې وروسته اعلان شي.