slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

رسنۍ وايي؛ چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې همکار چارلي کرک د امریکا په یوتا ایالت کې په یوه پوهنتون کې د غونډې پر مهال په ډزو وویشتل شو او وروسته په روغتون کې مړ اعلان شو.

چارلي کرک د محافظه کارو ځوانانو د یوې مخکښې څېرې په توګه پېژندل کېده او په بېلابېلو پوهنتونونو کې یې د مناظرو او عامه بحثونو له لارې شهرت ترلاسه کړی و. هغه په ټولنیزو رسنیو کې هم فعالیت درلود، نوموړي په ایکس کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه او په ټيک ټاک کې نږدې ۳.۷ میلیونه مینه‌وال درلودل.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، کرک هغه مهال وویشتل شو چې په پوهنتون کې یې یوې غونډې ته وینا کوله. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، برید کوونکي د غونډې د ځای د څنګ له ودانۍ ډز کړی او نوموړی یې ویشتی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل نږدې ملګري د وژل کېدو له کبله د ویدیو له لارې غبرګون ښودلی او دا پېښه یې د هېواد لپاره یوه «غمجنه شېبه» بللې ده. هغه امر کړی چې د فدرالي ادارو پر ودانیو دې د امریکا بیرغ نیمه ځوړند پاتې شي.

پر ټرمپ سربېره، د بریتانیا او ایټالیا لومړیو وزیرانو او ګڼو نورو نړیوالو مشرانو هم د چارلي کرک پر مړینه خپله خواشیني څرګنده کړې ده.