پولیسو په کابل کې د غلو ۲ ډلې نیولي
د کابل ولايت ا.ق وياند خالد ځدران رسنيو ته ويلي، چې د ۷ مې حوزې پوليسو د ماهرو غلو هغه اووه کسيزه ډله نيولې،کومې چې د کابل ښار په بيلابيلو څنډو کې د موټرو او موبایلونو غلاوې کولې.
ځدران وايي نيول شوو تورونو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی چې دوسيې به يې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.