عباس عراقچي د برېکس غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره لیدلي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي چې دا مهال د برېکس د سرمشریزې په موخه برازیل ته تللی، د دوشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره لیدلي او د سیمې پر وروستیو بدلونونو یې خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې عراقچي د ملګروملتونو سرمنشي ته د امریکا او اسراییل له خوا د ایران پر ضد د نظامي بریدونو او د نړۍوالو قوانینو د ښکاره نقض په اړه معلومات ورکړي دي.
عباس عراقچي وویل: «دغه بریدونه په ځانګړې توګه پر ملکي سیمو، د پوهنتون پر استادانو، علمي شخصیتونو او د عامه وګړو وژنه او همداراز د ایران د سولهییزو اټومي تاسیساتو موخه ګرځول، د نړۍوالو حقونو ښکاره سرغړونې دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دغه شورا د امریکا او اسراییل له خوا د ترسره شویو ښکاره «تجاوزونو» پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا له لوري د اټومي تاسیساتو په نښه کول، نه یوازې د ایران پر رژیم سخته ضربه ده، بلکې د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱مې پرېکړهلیک ښکاره نقض هم دی.
عراقچي له سرمنشي څخه وغوښتل، چې د ۴۸۷مې پرېکړهلیک پر بنسټ، په دې اړه لازم ګامونه واخلي او د ایران تاوانونه جبران کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د وروستیو نظامي بریدونو او د ایران پروړاندې د تاوتریخوالي له زیاتوالي ژوره اندېښنه وښوده.
نوموړي وویل،چې دا حالت نه یوازې د سیمې، بلکې د نړۍوال امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کولی شي.