slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مفتي منېر شاکر مشری زوی عبدالله شاکر وروسته له هغې په یوه ویډيوي پیغام کې پر پاکستاني چارواکو سختې نېوکې وکړې، چې پلار یې مفتي منېر شاکر پرون مازدګرـ ماښام مهال د پېښور په یوه روغتون کې د زیاتې وینې بهېدنې له امله ساه ورکړه.

په وینا یې چې دوی په ځلونو د کوزې پښتونخوا ایالاتي حکومت ته د خپل پلار د نه خوندې‌تابه په اړه اندېښنې څرګندې کړې؛ خو ایالاتي حکومت یې خبرو ته توجه نه‌ده کړې. عبدالله شاکر وايي، چې نوموړي څو وارې د خپل پلار لپاره له دولت څخه د اسلحې جواز غوښتنه کړې؛ خو هغوی یې خبره بابېزه ګڼلې.

نوموړي د پاکستان دولت او سیمه‌ییزو چارواکو(لومړي وزیر، د پوځ مشر او د پښتونخوا وزیر اعلی) ته ګواښ کړی، چې د پلار جسد  تر هغې خاورو ته نه‌سپاري؛ ترڅو یې له یادو ادرسونو د خپل پلار د وژل کېدو پوښتنه نه وي کړې.

شاکر ویلي چې: « دولت دوښمن ته تړلی وو.» نوموړي د وژل شوي مفتي شاکر پر پلاویانو غږ کړې چې:« کار د ډوزو نه‌دی، کار د ډزو دی» ده په خپلو خبرو کې  پر خپلو پلویانو غږ کړی، ، چې له دوی څخه دې ملاتړ وکړي.

 خو تازه پېښورمېشتو پښتنو مشرانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو رسنیو ته ویلي، چې د شاکر جنازه به  نن( یکشنبه د مارچ میاشتې ۱۶مه) د پېښور ښار په باغ ناران کې ادا کېږي.

شاکر په ښینګره کې ژور ټپي شوی و، چې د ځايي روغتیاپالانو په وینا یې زیاته وینه ضایع کړې وه.