خوست کې د ښوونکو مسلکي انکشاف غړو ته I PAD تلیفونونه ووېشل شول
د خوست ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو د روزنې او مسلکي انکشاف غړو ته د یوې همکارې ادارې له لوري I PAD تلیفونونه ووېشل شول.
د وېش پر مهال، د پوهنې رئیس مولوي فیضالله جمال حقاني دا ګام د قدر وړ وباله او ویې ویل چې دغه وسایل به د لرې پرتو سیمو ښوونځیو ته د درسي موادو د انتقال لپاره کارول کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د I PAD تلیفونونو له لارې به ښوونکي وکولای شي درسي مواد له ځان سره یوسي او اړین بدلونونه پکې راولي.
د ده په وینا، دا نوښت به د ښوونکو او زدهکوونکو لپاره یو اغېزمن تدريسي چاپېریال رامنځته کړي.