د اسلامي امارت زعیم؛ استخبارات د یوه دولت د ملا تیر وي، استخبارات دې د اسلامي امارت پر وړاندې هر خنډ له منځه یوسي.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د استخباراتو د مسؤلانو لپاره په جوړ شوي یو ورځني روزنيز او اصلاحي سمینار کې، چې د استخباراتو عمومي رياست اړوند يو شمېر مسؤلانو هم ګډون درلود وینا وکړه.
په ياد يو ورځني سمينار کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه وویل، لکه څرنګه چې اسلامي نظام د جهاد او قربانیو په پايله کې منځته راغلی، نو د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري؛ترڅو ټول هغه ښکاره او پټ فکري او تخریبي پلانونه شنډ کړي، کوم چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي چې د اسلامي نظام په خلاف یې عملي کړي.
همدا راز امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه پخپلو خبرو کې زیاته کړې، چې استخبارات باید هیچا ته اجازه ورنه کړي، چې په ښکاره او په پټه د اسلامي او دیني شعایرو سپکاوی او توهین وکړي او په همدې ډول استخبارات بايد د نورو ادارو سره په ګډه د شریعت په تطبیق او خلکو د ذهنونو په جوړلو کې ډیرې هڅې وکړي.
هېره دې نه وي چې ددغه يو ورځني سمينار په پای کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د استخباراتو مسؤلینو ته، د خلکو سره په رحم کولو، له ولس سره په ښه چلند، په شبهاتو د خلکو نه نیولو، د بندیانو سره په ظلم نه کولو، په سِر او راز پټولو او همدارنګه په شریعت د استقامت کولو توصیې وکړې.