لښکرګاه ښاروالي غواړي د خپل انکشافي پلان له مخي څو اساسي پروژې پیل کړي.
د هلمند ولایت ښاروالی ریاست پلان لري ترڅو د ښار په مختلفو ساحو کي د ښار ښکلا او ښه والي په موخه یوشمېر پروژې پیل کړي چي یاد پروژې به ژر پیل او دښه کارکولو ترڅنګ به ژر بشپړي سي.
په دې اړه د ښاروالی د مطبوعاتو مدیر ښاغلي محمد طاهر ابشار وویل چي ښار ښکلا ته اړتیا لري او زموږ ریاست هڅي کوي ترڅو په ښار کي د رغوني چارو ترڅنګ د ښار ښکلا په موخه هم پروژې پیل کړي.
بل خوا د ښار څخه دوه تنه اوسیدونکو عزت الله او مولوي انعام الله د خپلو خبرو پرمهال وویل: چي ښار الحمد الله اوس هم ښکلی دی، دوی وویل چي د ښاروالی له چارو زیات خوښ یو او لاهم غوښتنه کوو چي دي ته ورته پروژې پیل کړي
د یادولو ده، چي هلمند ښاروالی د ښار ښکلا او رغوني په موخه دې ته ورته نور زیاتي پروژې هم بشپړي کړي دي.