slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 موسیٰ قلعه کې د نظامي یونیفورم اغوستونکي غل نیول شوی

د هلمند ولایت د موسیٰ قلعه ولسوالۍ امنیتي ځواکونو تیره شپه یو هغه کس نیولی، چې د نظامي یونیفورم له اغوستلو څخه په ګټې اخیستنې سره به یې هېوادوال لوټل.

یاد کس به ځان د امنیتي ارګان غړی معرفي کاوه او د خلکو له باور څخه په ناوړه استفاده، د هغوی شتمنۍ به یې په چل او تر لاسه کولې. د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ او د ځانګړو عملیاتو له لارې، نوموړی د نظامي یونیفورم او یو میل توفنګچې سره یو ځای نیول شوی دی.

نیول شوی کس دا مهال د کشفي ارګانونو تر جدي پلټنو لاندې دی، او ټاکل شوې چې تر بشپړو تحقیقاتو وروسته یې دوسیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د هلمند امنیه قومانداني له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې چې که له ورته پېښو سره مخ کېږي، ژر تر ژره دې نږدې امنیتي مجاهدینو ته خبر ورکړي، یا دې د ۱۱۹ شمېرې له لارې د امنیه قوماندانۍ سره تماس ونیسي، تر څو د دې ډول جنایي کړنو مخه ونیول شي.