slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

امربالمعروف وزارت پولیس راډیو ته په یوه استولې خبر پاڼه کې وايي چې د دې وزارت محتسبینو کنړ کې د یوې کم عمره نجلۍ د جبري ودېدنې مخه نیولې.

د کنړ ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست مسؤلینو د یوې کم عمره نجلۍ د جبري نکاح مخه نیولې ده. د سرچینې په وینا، د نوموړې کورنۍ غوښتل چې هغه د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له مخې یوه سپین ږیري سړي ته د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي.

دغه نجلۍ د موضوع د حل په موخه د ولایت د امر بالمعروف ریاست ته عارضه شوې، چې له څېړنو وروسته د یې جبري ودېدنې پلان درول شوی دی.

ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا اقدام ستایي او وایي چې دغه ډول کړنې به د ښځو د شرعي حقونو په خوندیتوب او د ناوړه دودونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

یاده دې وي، چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جبري نکاح، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث په ګډون سلګونه ورته قضیې څېړلې او حل کړې دي، او د مسؤلینو په وینا دغه لړۍ به لا هم دوام ولري.