ټول پاکستان کې وروستیو سېلابونو او بارانونو تر ۹۰۰ زیات کسان وژلي.
د پاکستان د قدرتي افتونو د مدیریت فدرالي ادارې خبر ورکړی چې په هېواد کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکښویدنو له امله ۹۰۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۴۴ نور ټپیان شوي دي.
د ادارې په وینا، تر ټولو زیاته مرګژوبله په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې، چېرې ۵۰۲ کسان وژل شوي او ۲۱۸ نور ټپیان دي. په پنجاب کې ۲۲۳ کسان وژل شوي او ۶۵۴ نور ټپیان شوي، په سیند کې ۵۸ کسان مړه شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي، او په بلوچستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي چې د دې پېښو له امله زیانمنو سیمو ته عاجل مرستې رسول او د بیا رغونې چارې پیل شوي، خو د سېلابونو د دوام له امله وضعیت لا هم اندېښمن کوونکی دی. د خلکو د خونديتوب لپاره د بیړنیو تدابیرو او احتیاطي اقداماتو غوښتنه شوې ده.