slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزه کولو ځانګړې کمېټې د تېرو اوونۍ په ترڅ کې د ۴۵ استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو نقشې تر اصلاح او ارزونې وروسته ویزه او تائید کړې دي.

په دغو نقشو کې د لومړي ځل لپاره د کابل د هوایي ډګر سړک په اوږدو کې د یوې ۳۴ پوړیزې ودانۍ نقشه هم شامله ده چې څلور د ځمکې تر سطحې لاندې پوړونه لري.

د کابل ښاروالۍ د ودانیز جواز د ورکولو او تحلیل رئیس، انجنیر محمد بشیر اماني، وايي ټولې نقشې د ښاري نورمونو او معیارونو پر بنسټ ډیزاین شوې دي او د هر ډول ودانیزو تاسیساتو لپاره د رسمي جواز اخیستل اړین دي.

ښاغلي اماني زیاته کړه چې کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان پلي کولو ته ژمنه ده او له هر ډول قانوني ودانیو څخه چې د ښار د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي، ملاتړ کوي.

نوموړي له ښاریانو وغوښتل چې د ودانیزو جوازونو د اخیستلو ساده او لنډه پروسه تعقیب کړي او د اړتیا پر مهال د یاد ریاست له مشورتي خدمتونو ګټه پورته کړي.