فراه کې د اوړو نوی تولیدي کارخونه پرانستل شوه.
فراه کې د اوړو د تولید لپاره یوه نوې کارخونه د ملي سوداګر محمد داود په لګښت پرانستل شوه. د پرانیستې په مراسمو کې د فراه مرستيال والي مولوي رحيم الله محمود د سیمې اوسنی امنیت د هر ډول پانګونې لپاره مناسب وبللو او زیاته یې کړه، چې ټول ولسي وګړي، ملي سوداګر او پانګوال کولای شي پرته له کوم ډاره ژوند او پانګونه وکړي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس محمد عبدالحي سباوون په دې کارخونه کې د تولید د کیفیت پر لوړتیا ټینګار وکړ او هیله یې وکړه، چې نور ملي سوداګر هم د هېواد د اقتصادي پرمختګ، سوکالۍ او ځوانانو د کاري فرصتونو برابرولو لپاره ورته پروژې جوړې کړي.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس حافظ شمس الحق اجمل وویل، چې یاده کارخونه د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوې او په ۲۴ ساعته تولید کې د ۸۰ ټنو اوړو وړتیا لري، همدارنګه شاوخوا ۲۵ اوزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کارخونې مسؤل محمد داود څرګنده کړه، که د بریښنا ستونزه حل شي، نو د تولید ظرفیت به د شاوخوا ۳۰۰ ټنو اوړو تر برسیره خپل صادرات هم نورو هېوادونو ته وغځوي. هغه همدارنګه نورو ملي سوداګرو ته د پانګونې بلنه ورکړه، ترڅو د اوزګارو ځوانانو د کار فرصتونه زیات شي.
په دې نوې کارخونه کې کارکوونکي د کاري فرصتونو له رامنځته کېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې اوس د سیمې ځوانان د کار لپاره نور اړ نه دي بهر ته لاړ شي.
دا په فراه کې د بخش اباد د اوړو کارخونې وروسته دویمه لویه خصوصي تولیدي پروژه ده چې د ملي پانګونې په مرسته فعاله کېږي.