slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت سیمه‌ییز مسؤلین وايي چې خبریالانو ته یې د خبر اخیستنې او اطلاعاتو لاسرسي په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي، څو دوی وکولای شي د ولایت له ټولو سیمو، په ځانګړې توګه لرې پرتو ولسوالیو، دقیق او پر وخت راپورونه خپاره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي شېر محمد وحدت په خپلو څرګندونو کې ویلي:

"موږ هڅه کوو چې خبریالانو ته د ټولو ولسوالیو په کچه د خبري پوښښ لپاره مناسب شرایط برابر کړو. د ولایت د ټولو ادارو او ولسوالیو مسؤلین زموږ سره همکاري کوي، ترڅو خبریالان له خنډ او ځنډ پرته خپلو رسنیزو مکلفیتونو ته دوام ورکړي."

بل لور ته، د هلمند د سیمه‌ییزو خبریالانو د اتحادیې مشر وحیدالله وحدت هم وايي چې اوس خبریالان کولای شي له هلمند ولایت څخه د هر ډول خنډ پرته راپورونه ترلاسه او خپاره کړي.

"موږ دا وخت د هلمند له ټولو ولسوالیو څخه خبرونه ترلاسه کوو. دا پرمختګ ښيي چې اوس خبریالان د اطلاعاتو او خبرونو په برخه کې له پخوا څخه ډېره اساني لري، او کولای شي خپل رسنیز رسالت په مسوولانه توګه ترسره کړي."

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا، له یادو اسانتیاوو سره سم، سیمه‌ییزو خبریالانو ته د مسلکي مهارتونو د لوړولو په هدف ګڼ روزنیز سمینارونه هم برابر شوي، چې موخه یې د خبریالانو وړتیا لوړول او د هغوی د کار ستونزو ته حل لارې موندل دي.