د نیوزیلنډ لومړی وزیر؛ نتنیاهو لېونی شوی دی.
لوکسن د زمري پر ۲۲مه، خبریالانو ته وویل چې د بشري مرستو نشتوالی، د خلکو جبري بې ځایه کول او د غزې نیول ډېر ناوړه دي او نتنیاهو ډېر زیات وړاندې تللی دی.
هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم هغه عقل له لاسه ورکړی دی. د غزې پر ښار برید په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی».
لوکسن وویل، چې نیوزیلینډ په دې اونۍ کې په دې غور کوي چې فلسطین په رسمیت وپیژني.
د نیوزیلنډ نږدې متحد استرالیا د دوشنبې په ورځ له کاناډا، برېتانیا او فرانسې سره یوځای اعلان وکړ چې په سپتمبر کې به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت وپیژني.
بریتانیا، کاناډا، استرالیا او د هغوی څو اروپایي متحدینو د غزې بشري ناورین بې ساری بللی او له اسراییل نه یې غوښتي، چې مرستو ته له محدودیتونو پرته لارې پرانیزي.
اسراییل د غزې د قحطۍ مسوولیت رد کړی او ادعا کوي، چې د حماس وسله وال د مرستو کڅوړې غلا کوي، خو حماس دا ردوي.