هرات صنعتي ښارګوټي کې د رېکشاو او برېښنايي موټرسایکلونو تولیدي فابریکه جوړه شوه.
په هرات کې د لسو میلیونو ډالرو په ارزښت د رېکشاو او برېښنايي موټرسایکلونو یوه نوې فابریکه رسماً پرانیستل شوه. دا فابریکه چې د صنعتي ښارګوټي په دننه کې جوړه شوې، اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابروي او هره ورځ لسګونه وسایط تولیدوي.
د فابریکې مسوولین وایي، تولیدېدونکي رېکشاو او موټرسایکلونه د انرژۍ په لږ مصرف او لوړ کیفیت ځانګړتیا لري. د هرات د صنایعو او کانونو خونې مسؤلین د صنعتکارانو ملاتړ د کورني صنعت د ودې لپاره مهم بولي، او د چاپېریال ساتنې ریاست بیا د برېښنايي وسایطو تولید د چاپېریال د خوندیتوب لپاره اغېزناک اقدام ګڼي.
د فابریکې مشرتابه زیاته کړې چې په راتلونکي کې د برېښنايي موټرو د تولید پلان هم لري، څو د هېواد په کچه د شنه اقتصاد او پاک چاپېریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.