ماليې وزارت وايي چې د دې وزارت له لوري په شپږو ګمرکونو کې د امنیتي کیمرو د نصب چارې بشپړې شوې
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کې ټولټال (۲۱۵) امنیتي کیمرې نصب او فعالې کړې.
د دغو کیمرو په فعالېدو سره به د امنیتي چارو تر څنګ، د ګمرکي سرغړونو او پېښو د مخنیوي په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ رامنځته شي. ټاکل شوې چې دا سیستم په نږدې راتلونکي کې له پلازمېنې کابل سره هم ونښلول شي.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې په اسلام کلا او تورغونډۍ سرحدي ګمرکونو کې هم ورته امنیتي کیمرې نصب او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.