slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د قطر پر پلازمېنه، دوحه د اسرائیلو وروستیو هوایي بریدونو ته د غبرګونونو په دوام، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه اسرائیلو ته د دغه برید اجازه نه وه ورکړې، خو د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو ویلي چې برید یې له سپینې ماڼۍ سره په همغږۍ کړی دی.

ټرمپ پر دوحې پرونی هوایي برید د اسرائیل او امریکا دواړو په ګټه نه دی بللی او ویلي یې دي چې د دغه برید پرېکړه په خپله بنیامین نتنیاهو کړې وه.

پرون اسرائیلو د قطر په پلازمېنه دوحه کې پر هغه استوګنځي هوایي بریدونه وکړل چې د حماس مرکچي پلاوی پکې پر خبرو بوخت و. د راپورونو له مخې چې په دغه برید کې د حماس یو شمېرو غړو ژوند بایللی دی. 

په ورته مهال د سعودي عربستان، افغانستان، دوبۍ، بریتانیا، ملګرو ملتونو او قطر په ګډون یو شمېر هېوادونو دا بریدونه په کلکه وغندل او دا یې د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا او ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.

بلخوا اسرائیلو بیا دا برید بریالی بللی او ویلي یې دي چې له امریکا سره په همغږۍ یې په دوحه کې د حماس پنځه سیاسي غړي په نښه کړي دي.