خوست کې د کمپیوټر زده کړو د ۴۲مې دورې فارغانو ته سندونه ورکړل شول.
د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر زده کړو د ښوونیز مرکز د ۴۲مې دورې د فراغت مراسم ترسره کړل. په دغه پروګرام کې ۴۳ تنه زده کوونکي، چې شپږ میاشتني کورسونه یې بشپړ کړي وو، په بریالیتوب فارغ او د فراغت سندونه ورته ووېشل شول.
د غونډې پر مهال د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د کمپیوټر زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ په دې پړاو کې مسلکي زده کړې د ځوانانو لپاره د کارموندنې او ځان بسیاینې مهم فرصتونه رامنځته کوي. نوموړي ټینګار وکړ، چې فارغان دې خپلې زده کړې یوازې د سند تر اخیستو پورې محدودې نه کړي، بلکې په عملي ژوند کې دې له دغو مهارتونو ګټه واخلي.
په همدې غونډه کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست رئیس مولوي محمد زمان عمري له دیني اړخه د عصري علومو او ټکنالوجۍ پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دین د علم زده کړې ته پراخه لار هواروي او عصري زده کړې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړینې دي.
همدارنګه د معلوماتي ټکنالوجۍ آمر انجینر ظاهرجان مشغول د کمپیوټر زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ټکنالوجۍ مهارتونه د ځوانانو د راتلونکي بریا کلیدي وسیله ده او باید له دغو زده کړو په استفادې سره د نوې نړۍ غوښتنو ته چمتو شي.
یاده غونډه، چې د بېلابېلو دولتي ادارو د مسؤلینو او استازو په ګډون جوړه شوې وه، د سندونو په وېشلو سره پای ته ورسېده.