slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

همدا نن پنجشنبه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۰ - ۱۴۰۴/۲/۱۸ د پروان ولایت امنیتي ځواکونو یو تن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و، د انسان تښتونکو له منګولو څخه آزاد کړی دی.

 دغه تښتول شوی کس  چې عارف نومیږي د تېرې شنبې په ورځ د غرمې شاوخوا ۱۲ بجې، د کابل ولایت په طلايي ښارګوټي کې د خپل کور پر لور د تګ پر مهال د یوه څلور کسیز ډلې له‌خوا تښتول شوی او پروان ولایت ته لېږدول شوی و.

تښتوونکو د هغه د آزادۍ په بدل کې د هغه له کورنۍ څ خه د ۳۰۰ زره امریکایي ډالر غوښتنه کړې وه.

د یاد کس د ژغورنې عملیات د امنیتي ځواکونو له لوري د سیدخېلو ولسوالۍ کې ترسره او کله چې تښتوونکي له خطر سره مخ شول، نو اختطاف شوی شخص یې په داسې حال کې چې لاسونه او پښې یې تړلي وو، د سیدخېل ولسوالۍ یوه سیند ته غورځولی و. یاد کس روغ رمټ ژغورل شوی او بیرته د خپلې کورنۍ غیږې ته  ستون شوی دی.

 د یادو عملیاتو په پایله کې څلور تنه نیول شوي، چې د څیړنو پر مهال یې د تښتونې په یاد جرم  اعتراف هم کړې دی. د یادو کسانو دوسیه د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ له‌خوا ترتیب شوې او د نورو قضایي څیړنو لپاره اړوندو مراجعو ته سپارل شوې ده.