slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه بس چاودنه شوې، چې پینځه سرتېري یې پکې وژل شوي او۲۶نور ټپیان دي.

یادې رسنۍ وايي چې د پېښې شته ارقام کره نه‌دي او کېدای شي ځاني تلفات له دې هم لوړ شي، ځکه چې د ځینو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی.

بلوڅ بېلتون‌پالو د یوې اعلامیې په خپرولو د یاد برید پړه منلې او ويلي یې دي، چې لږ ترلږه یې په دې برید کې یې ۹۰ تنه پاکستاني پوځیان وژلي دي.

یاده دې وي  چې په دې وروستیو کې د پاکستان او بلوڅ بېلتون‌پالو ترمنځ حالت مخ پر خرابېدو روان دی. دا په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د پاکستاني پوځیانو دویمه لویه ډله ده، چې د بلوڅوبېلتون‌پالو تر مرګوني ګوزارونو لاندې راځي.