slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په کندهار کې د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله تعالی) په مشرۍ د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شورا غونډه د روان ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الاول میاشتې په ۶ مه او ۷ مه نېټه جوړه شوه.په دغه غونډه کې عالیقدر امیرلمؤمنین حفظه الله وویل چې اوسنی اسلامي نظام د افغان مجاهد ولس د بې سارو قربانیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی چې په دې توګه د شریعت نفاذ او د ولس خدمت د مسئولینو لومړنۍ دنده بلل کېږي، په هر وزارت پورې د افغانستان د قریب څلویښت میلیونه ولس حقوق اړه لري، نو که خدای مکړه کوم مسئول غفلت کوي، د څلویښت میلیونه ولس حقوق ورسره ضایع کېږي.عالیقدر امیرلمؤمنین حفظه الله زیاته کړه: «موږ تاسو باید د خپل ولس قدر او خدمت وکړو، د دې لپاره چې دې ولس له موږ سره ډيره وفا کړې ده، پام چې بې وفایي ور سره ونه کړئ، ټول ولس ته په یوه نظر ګورئ، ځکه چې تاسو اوس د یوې ولسوالۍ یا یوه ولایت مسئولین نه یاست؛ بلکې د ټول افغانستان مسئولیت په غاړه لرئ.» عالیقدر امیرلمؤمنین وویل، چې هره دوره تېرېدونکې ده، موږ او تاسو باید کوښښ وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښه لوایح او غوره اخلاق پرېږدو. هغه زیاته کړه: « کوښښ کوئ چې د زور پر ځای د تشویق، ترغیب او نیکو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته را وبولئ، د زور له لارې خلک مقابله در سره کوي خو په تشویق سره ملګرتیا او اخلاص در سره کوي.»عالیقدر امیرالمؤمنین توصیه وکړه چې د تېرو بدنامو مسئولینو له انجام څخه عبرت واخلئ، د علمي او جهادي دورې عادات در څخه هېر او پاتې نه شي، د سلفو صالحینو اخلاق په ځانو کې را ولئ، که مسئولیت در وسپارل شو خوشحاله کېږئ مه او که درڅخه واخیستل شو خفه کېږی مه.ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د سوداګرۍ وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي، ایران او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو راپورونه وړاندې کړل او د هېواد دصادراتو، وارداتو او ترانزيټ لپاره د بېلابېلو لارو په غوراوي خبرې وشوې، همدا راز په راروان ژمي کې د خوراک او سون موادو د برابرولو او پر وخت رسولو په تړاو لازم تصميمونه ونیول شول.وروسته د افغانستان بانک د رئيس ملا هدایت الله بدري لخوا د افغانیو (کرنسۍ) د ارزښت ساتلو او ورسره تړلیو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول او په دې برخه کې د اسلامي امارت د رغنده پولي سیاست د لا تقویت او ور سره تړلو ټولو 7مخ برخو کې د لا ښه شفافیت په تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول. همدارنګه هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت، خدماتو او ځای پر ځای کولو په اړه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړ شوي کمېسیون د خپل کاري راپور د وړاندې کولو تر څنګ د اسلامي امارت له لوري د نیول شویو تدابیرو تفصیل وړاندې کړ، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین له لوري ټولو وزیرانو ته هدایت وشو ترڅو د کډوالو خدمت ته لاهم د خپلو کارونو په سر کې ځای ورکړي. ورپسې له ګاونډیو او نورو هیوادو سره د اړېکو د لا پراختیا او د شته ستونزو د حل په اړه په موجوده وضعیت او روان سیاسي فعالیت هم بحث وشو او د رغنده پالیسيو د تطبیق لپاره د بهرنیو چارو وزیر په سرپرستۍ د سیاسي کمېسیون غړو ته د بهرنۍ او کورنۍ پالیسۍ او تګ لارې د چمتو کولو په اړه دنده وسپارل شوه. ورپسي د هېواد د نوی نسل د ښې روزنې او په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو په بېلابېلو (دیني او عصري) برخو کې د علمي ظرفیت لوړولو د استادانو او شاګردانو د ستونزو د حلولو په تړاو تر بحث او مشورو وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول.