د نېسان په نامه د موټر جوړونې شرکت په څو هېوادونو کې د فعالیتونو کمښت اعلان کړ.
د موټر جوړونې جاپاني نېسان کمپنۍ اعلان کړی چې په امریکا، برازیل، لندن او جاپان کې به خپل فعالیتونه کم کړي. د دې کمپنۍ په وینا، په امریکا کې د کلیفورنیا د ډیزاین مرکز او په برازیل کې به ځینې دفترونه وتړل شي او په لندن او جاپان کې به یې هم فعالیتونه محدود شي.
نېسان ویلي چې دغه اقدام د شرکت د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده، خو ددې کمپنۍ له خوا لاهم دا نهدي څرګنده شوې چې د دې کمښت له امله به څومره کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
دغه ګام د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د موټر جوړونې په سکتور کې د بیا تنظیم هڅو په لړ کې ترسره کېږي، چې د کمپنیو تمرکز د نوې ټیکنالوژۍ، برقي موټرو او نړیوالو بازارونو ته د لا ښه لاسرسي لپاره زیات شوی دی.