د خوست شیخ زاید پوهنتون له بریښنا څانګې څخه ۲۱۵ محصلان فارغ شول
د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد او انجنیري پوهنځي بریښنا څانګې ۲۱۵ تنه محصلان نن جمعه له څلور کلنې علمي دورې وروسته فارغ شول او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
د فراغت دا مراسم د شیخ زاید پوهنتون د امام ابوحنیفه (رح) او د اداري ودانۍ په تالارونو کې ترسره شول، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقاني، د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل، د محصلانو چارو مرستیال مفتي رضوان الله منیب، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلانو او د فارغینو د کورنیو غړیو ګډون کړی و.
د مراسمو پر مهال، د اقتصاد او انجنیري پوهنځیو رئیسانو راغلو استادانو، محصلانو او د هغوی مېلمنو ته ښه راغلاست وویلو او فارغینو ته یې د فراغت مبارکي ورکړه.
همداراز، د محصلانو چارو مرستیال مفتي رضوان الله منیب او د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل هم ګډونوالو ته وینا وکړه. دوی فارغینو ته مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې محصلان نور عادي وګړي نه، بلکې د هېواد د راتلونکي د جوړولو مسؤلیت لري. هغوی له محصلانو وغوښتل چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او له ستړیا څخه ډډه وکړي.
په مراسمو کې د دواړو پوهنځیو د محصلانو په استازیتوب انجنیر ګل ولي سعید او انجنیر عزت الله وینا وکړه. دوی د استادانو او خپلوانو له هڅو، زحمتونو او ملاتړ څخه مننه وکړه.
د غونډې په پای کې فارغینو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.