د هلمند عامې روغتیا ریاست د کونړ زلزلهځپلو لپاره د مرستو همغږي وکړه
د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست نن دوشنبه په یوې ځانګړې غونډه کې د کونړ ولایت زلزلهځپلو هېوادوالو ته د بېړنیو روغتیایي مرستو د لېږلو پرېکړه وکړه.
غونډه د ریاست د څار او پلټنې آمر ډاکټر سردار محمد "قاصد" په مشرۍ وشوه چې په کې د روغتیا ریاست کارکوونکو او بېلابېلو روغتیایي مؤسسو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې بېړني ټیمونه، امبولانسونه، درمل او متخصص ډاکتران د کونړ زیانمنو سیمو ته واستول شي. د ریلیف انترنیشنل، د روغتیا د ودې او ټولنیزې پراختیا، د لوږې پر وړاندې د مبارزې، ای او ایم او ګڼو نورو مؤسسو مسؤلینو ژمنه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او عامه پوهاوي لپاره لازم ټیمونه او درمل برابر کړي.
د عامې روغتیا ریاست مسؤولینو ویلي، له موجودو امکاناتو به کار اخیستل کېږي څو د کونړ زلزلهځپلو ته پر وخت او اغېزمن روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.