slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د سرپُل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاري اصولو د پلي کېدو په موخه څارنه ترسره کړه.

د یاد ریاست رئیس مولوي عبدالمنان حقاني ویلي، چې د یادې څارنې پر مهال، یو حمام او یو ګدام چې د ښاري پلان خلاف په خپل‌سري ډول جوړېدل، تشخیص او کار پرې ودول شو.

مولوي حقاني زیاته کړه، چې یاد حمام د بهسازۍ د پلان له مخې، په یوه استوګنیزه ساحه کې موقعیت لري، او ګدام چې ۷x۸ متره ابعاد لري، په نیمه پخه بڼه له خټو او ګاډرو وسپنو څخه جوړېده، د سیند په حریم کې موقعیت لري.

د تېر په څېر، د یادو ودانیو مالکینو ته رسمي هدایت ورکړل شوی، چې خپل کارونه سمدستي ودروي او د ښار جوړونې تصویب شوو اصولو سره سم عمل وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کړی، چې د ښاري نظم د تأمین په موخه به له هېڅ ډول غیر قانوني او خپلسرو چارو سره استثنايي چلند نه‌شي، او د ټولو ښاري سرغړونو مخنیوی به وکړي.