slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ټاکل شوې ده چې د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو ته رسمي سفر وکړي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی به د دې سفر پر مهال د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري او د دفاعي، ټکنالوژۍ او اقتصادي همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.

د راپورونو له مخې، تمه ده چې دواړه لوري د یو شمېر مهمو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه هم بحثونه وکړي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې، انرژۍ او پوځي همکاریو پیاوړتیا ده.

تر دې مخکې هم د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، سعودي عربستان ته سفر کړی و او هلته یې د ۱۴۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د بېلابېلو اقتصادي او دفاعي تړونونو سندونه لاسلیک کړي وو.

ویل کېږي، له هغه وروسته د واشنګټن او ریاض اړیکې لا هم نږدې شوې دي او د ټرمپ د بیا واکمنېدو راهیسې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې خپل ګډ ستراتیژیک شراکت لا پراخ کړي.

بل لور ته څو اونۍ وړاندې د سوریې لنډمهالي ولسمشر، احمد شرع، هم په ریاض کې د امریکا له ولسمشر سره لیدلي وو، چې د سعودي عربستان په منځګړیتوب د سوریې پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د نرمېدو په اړه خبرې شوې وې.