د بدني روزنې او المپیک کمېټه؛ کابل کې د ۵۰ د بايسکل ځغلونې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې ټاکنيزې سيالۍ د دې ښار په حاجي نبي ښارګوټي کې ترسره شوې.
دغه سيالۍ د بایسکل ځغلولو په دوو جلا سبکونو سرکوي ( جاده يي) او غرني ( کوهستاني) کې ترسره شوې، چې د سرکونو سبک د ټايم ټريل بڼې په لويانو کټګورۍ کې زاهد احمد لومړی مقام، محمد شريف دويم او محمد عمر درېيم مقام ترلاسه کړ. دغه راز د ياد سبک د نويو ځوانانو په کټګورۍ کې سید حميدالله سادات لومړی مقام او نبي الله عتيقي دويم مقام ترلاسه کړ.
همدارنګه په غرونو کې د بايسکل ځغلولو سبک کې محمد باقر لومړی مقام، سالار دويم او سليمان فضلي بیا درېيم مقام ترلاسه کړ.
دغه سيالۍ، چې د دې فدراسيون د سرپرست رئيس سيد نبی الله سادات په شتون کې د کابل ولايت د بايسکل ځغلونې منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه ترسره شوې، په پای کې يې ۲۵ تنه د کابل منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د ويلو ده، چې تېره ورځ ( چهارشنبه، د وږي ۱۹) د دې سياليو د فري سټايل سبک ټاکنيزې سيالۍ د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ وشوې، چې په پايله کې يې ناصر لومړی مقام، مهدي نوري دويم او احمد ولي صافي درېيم مقام ترلاسه کړ او همدارنګه رنګه پينځه غوره لوبغاړو يې د