slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ پخوانی ولسوال مولوي عبدالحلیم حلیمي د زابل د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي شو او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

د معرفۍ دا مراسم د زابل ولایت مرکز کلات کې ترسره شول، چې پکې د لوګر نوي والي الحاج قاري صلاح الدین ایوبي، د زابل والي الحاج ملا شیر محمد شریف، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د حقوقو رئیس مولوي محمد سلیم حقاني، د جنایي تحقیقاتو عمومي رئیس مولوي عبدالعزیز، او د ولایتي ادارې یو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی و.

د غونډې پیل د ښه راغلاست په وینا سره مولوي امان الله امین وکړ، او د امنیه قوماندانۍ په استازیتوب یې نوي قوماندان ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د زابل پخواني امنیه قوماندان او اوسني لوګر والي الحاج قاري صلاح الدین ایوبي، د نوي قوماندان هرکلی وکړ او له ټولو مسؤلینو او مجاهدینو یې وغوښتل، چې د ښاغلي حلیمي سره همکار پاتې شي او د امنیتي چارو په سمبالښت کې ورسره اوږه پر اوږه کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي تحقیقاتو عمومي رئیس مولوي عبدالعزیز، د نوي قوماندان جهادي سابقه وستایله او هغه یې د اسلامي امارت له فعالو او مخلصو مجاهدینو څخه یاد کړ. نوموړي هیله وښوده چې د حلیمي صاحب په مشرۍ به زابل ولایت لا ډېر پرمختګ وکړي. همداراز، له ټولو مسئولینو یې غوښتنه وکړه چې خپلې دروازې د ولس پر مخ پرانیستې وساتي او د خلکو ستونزې په خلاص زړه واوري.

همداراز، د پولیسو د حقوقو عمومي رئیس مولوي محمد سلیم حقاني وویل، چې د اسلامي امارت هدف د اسلام او وطن خدمت دی، او باید د خلکو اړتیاوې له هر څه وړاندې وګڼل شي. نوموړي زابل د قربانیو او سرښندنو ولایت وباله او دواړو، هم پخواني او هم نوي امنیه قوماندان ته یې د بریا دعا وکړه.

د زابل والي الحاج ملا شیر محمد شریف د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې پولیس باید د ولس د خدمت لپاره وي، نه د زور ښودلو لپاره. نوموړي وویل: "موږ به له کبر، غرور او فاصله څخه ځان ساتو او د ولس لپاره به شپه او ورځ هڅه کوو." نوموړي له ټولو مجاهدینو وغوښتل، چې د نوي قوماندان ملاتړ وکړي او له هغه سره اوږه په اوږه کار ته دوام ورکړي.

په پای کې، د کورنیو چارو وزارت استازي د نوي امنیه قوماندان د معرفت مکتوب ولوست، او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.