slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولایت د پوليسو وياند محمد يونس يوسفزی وايي، د دوهمې حوزې او الینګار ولسوالۍ اړوند د تروریزم پر وړاندې د مبارزې امریت مسؤلانو دوه تنه په مهترلام ښار او پنځه تنه د الینګار ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې، له یو میل کلاشنکوف، یو میل چریز ټوپک، یو میل سرپوښ ټوپک او یوې لاسي بوکس پنجې سره نیولي دي.


همدا راز يوسفزي ډاډ ورکړی چې د لغمان ولايت اړوند ټول امنیتي ځواکونه به هيچا ته اجازه ورنکړي چې په دې ولايت کې ورانکاره کړنې ترسره کړي.