د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې په روسیه کې له روسیه مېشتو افغانانو سره لیدنه لرلې.
مسکو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې فضلالهادي حمزه او ورسره مل پلاوي د روسیې فدراسیون سوېلي فدرالي سیمې ته سفر وکړ او د کراسنادار او رستوف نا دانو ښارونو له مېشتو افغانانو سره یې لیدنه وکړه.
په دې لیدنو کې ښاغلي حمزه د افغانستان د اسلامي امارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل او له مېشتو افغانانو یې وغوښتل، چې د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورته مهال، په یادو ښارونو کې مېشتو افغانانو د اسلامي امارت له ملاتړ ترڅنګ له افغان ولسونو سره د بېلابېلو همکاریو ژمنه وکړه.
د دغه سفر په لړ کې ښاغلي حمزه له افغان زدهکړیالانو سره هم ولیدل او هغوی ته یې د اړینو لارښوونو تر څنګ د ستونزو د حل او وړاندیزونو د رسېدنې ډاډ ورکړ.


