جنوبي کوريا ته د کيمجونګاون خبرداری
د شمالي کوريا مشر کيمجونګاون د دې هيواد له نظامي کارخونو څخه د ليدنې پر مهال ويلي، چې د سويلي کوريا له لوري د هر ډول پوځي حرکت په صورت کې به د دې هيواد د له منځه وړلو اقدام وکړي.د شمالي کوريا مرکزي خبري اژانس د نوموړي له قوله ويلي؛ که د جنوبي کوريا جمهوريت د پيونګيانګ پر ضد د وسلهوالو ځواکونو د کارولو هڅه وکړي يا د شمالي کوريا ملي حاکميت او امنيت ته ګواښ پېښ کړي، دوي به له خپلو ټولو وسلو او ځواکونو څخه د سويلي کوريا د له منځه وړلو لپاره کار واخلي.