slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شویو زیانونو او د زلزله ځپلو د وضعیت د څارنې په موخه یوه ولسي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې ګډونوالو د اسلامي امارت له مسؤلینو د پر وخت مرستو او اقداماتو مننه وکړه.

یاده غونډه چې د کونړ ولایت مرکز کې جوړه شوې وه، پکې د والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، امنیه قوماندان مولوي ضیاءالحق (حامد)، د بېلابېلو دولتي ادارو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.

د ولسونو استازو وویل، له زلزلې د اغېزمنو سیمو له لومړیو شېبو سره سم د امنیتي ځواکونو او سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د بیړنیو اقداماتو ترسره کېدل، د ټپیانو د درملنې، د شهیدانو د تدفین، خوراکي توکو او سرپناه برابرولو او د امنیت ټینګښت برخه کې مهم رول ولوباوه. هغوی د مسؤلینو له دغو هڅو قدرداني وکړه.

ورته مهال د بېلابېلو ادارو مسؤلینو په خپلو ویناوو کې ژمنه وکړه چې د زلزله ځپلو کورنیو سره به مرستې او ملاتړ تر هغه وخته دوام ولري، څو د سیمې وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی نه وي.